اسلام آباد 06 اپريل (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قر??شي وئېلي دي د سوئېلي پنجاب په خپلواكۍ د نقب لګولو هڅه كوونكي به سخت مقاؤمت سره مخ كېږي٬د 30م مارچ نوټيفيكېشن سازش ؤ٬مونږ به په سوئېلي پنجاب كښې د اختياراتو منتقلي باوري كوو۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د وېډيو لنك د لارې د سوئېلي پنجاب د امتيازي چارو په اړه جوړې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔په غونډه كښې په ګډون كولو د پنجاب د خزانې وزير مخدوم هاشم جوان بخت د خارجه وزير هركلے وكړو۔د پنجاب اېډېشنل چيف سېكرټري ګډون كوونكو ته ?? سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ د انتظامي چارو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔غونډې ته په خپله وېنا كښې خارجه وزير وو??يل د سوئېلي پنجاب د محرومۍ احساس ختمولو لپاره وزيراعظم عمران خان ما سره د مشورې نه پس د سوئېلي صوبې غوښتنه د تحريك انصاف په منشور كښې شامله كړې وه۔د سوئېلي پنجاب غوښتنه په لساني يا سياسي ??ني??دونو نه د?? شوې بلكې دا يوازې په انتظاميې ??ني??دونو شوې۔دې لپاره ډېرې هڅې شوي۔ده وو??يل د سوئېلي پنجاب اولس مونږ ته مېنډېټ راكړے٬مونږ به په سوئېلي پنجاب كښې د اختياراتو منتقلي باوري كوو