لاهور۔22مارچ(اے پی پی) د وزیر اعظم د مذهبي همغږۍ او د منځني ختيز خاص مرستيال او د پاكستان علماﺀ كونسل او د دارالافتاﺀ پاكستان صدر حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د كورونا واكسين لګول په شرعي توګه جائز دي۔ مخير حضرات د زكواة پېسو سره واكسين اخستلے او مستحقينو ته لګولې شي۔ د روژې مباركه مياشت كښې د جوماتو بندولو په كوم وړاندې?? غور نه كېږي۔ د وزیر اعظم عمران خان ښكاره دريځ دے چې د جوماتونو نه د الله اكبر آواز پورته كېدو كښې زمونږ نجات او كاميابي ده۔ مونږ له به په احتياطي تدبيرونو عمل كول وي۔ پاكستان د چا كالوني نه ده مونږ اتومي قوت يؤ۔ زمونږ پوځ او اولس په ګډه ترهګرۍ ته ماتې وركړې ده۔ هند سره د خبرو لاره د كشمير نه تېرېږي۔ پاكستان كوم كمزورې هېواد نه دے۔ د اسرائيل تسليمولو پروپېګنډا وكړې شوه۔ مونږ له به د دې ډول پروپېګنډو نه بچ كېدل وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه متحدہ علما بورډ ،پنجاب انسټیټیوټ آف قرآن بورډ كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع مولانا م??تی فلک شیر ،علامه محمد اسلم صدیقی ،مولانا اسد اللہ فاروق، ??ولانا محمد شفیع قاسمی، مولانا محمد خان لغاری، مولانا قاسم قاسمی ،مولانا طاهر عقیل اعوان ،مولانا م??تی حفیظ الرحمن ،مولانا اسلم قادری، مولانا نعمان حاشر، علامہ زبیر عابد، مولانا محمد ایوب صفدر ،مولانا نور الحق مجاهد ،مولانا حافظ کاظم رضا ،پیر اسعد حبیب شاہ جمالی،مولانا ابوبکر صابری ،مولانا نائب خان ،علامہ طاهر الحسن ،مولانا حبیب الرحمن عابد، مولانا اشفاق پتافی، قاضی ??طی?? اللہ سعیدی ،مولانا قاری شمس الحق، علامہ غلام اکبر ساقی ،مولانا عقیل زبیری ،علامه عبدالرئوف، مولانا م??تی عمران معاویه، مولانا م??تی عمر فاروق، ??ولانا اسعد زکریا قاسمی، مولانا عزیز اکبر قاسمی ،مولانا سعد اللہ شفیق هم موجود و۔ په دې موقع د دارالافتاﺀ پاكستان نه فتوي جاري كولو سره د كورونا واكسين لګول جائز ګرځولو سره مولانا حافاظ محمد طاهر اشرفي ووئيل د کورونا وائرس وبا نه بچ كېدو لپاره كورونا واكسين د وخت او حالاتو ضرورت دے۔ د سعودي عربستان دارالافتا مجمع الفقه الاسلامی جدہ او د دارالافتا مصر په شمول د اسلامي نړۍ مهمو هېوادونو د كورونا واكسين لګول شرعي ذمه واري ګرځولې ده دغسې چې خپله هم بچ پاتے شؤ او نور هم بچ وساتلے شؤ۔ هغه وئيل د رنځ په معامله كښې د طبي پوهانو رائې حتمي وي۔ د اسلامي نړۍ مهمو لارښودو د كعبې امام شېخ عبدالرحمن السدېس مفتی اعظم سعودی عرب او د فلسطين صدر په شمول نورو مسلمانانو لارښودو واكسين لګولې دي۔ حافظ محمد طاهر اشرفی زياته كړه چې د لمونځ په مهال جوماتونو كښې د لمونځ ګزارو ترمينځه چې كومه فاصله طبي پوهانو ښودلې هغه د ضرورت او احتياط په دائره كښې راځي ځكه په لمونځ كوم اثر نه پرېوزي۔ هغه ووئيل د روژې مباركه مياشت كښې د جوماتو بندولو په كوم وړاندې?? غور نه كېږي۔ د وزیراعظم عمران خان ښكاره دريځ دے چې د جوماتونو نه د الله اكبر آواز پورته كېدو كښې زمونږ نجات او كاميابي ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل كورونا يوه وبا ده كومه چې چاته هم لګېدې شي۔ په دې ناروغتيا طنز كول سم نه دي۔ د وزيراعظم صحت ښه دے او وزيراعظم لپاره د دعاګانو او نېكو ??يلو په پېغامونو ټوله اسلامي نړۍ كښې د هغه روغ صحت له دعاګانې روانې دي۔ وزيراعظم لپاره د دعاګانو او نېكو ??يلو په پېغامونو د سعوي عربستان باچا خادم الحرمېن الشريفېن سلمان بن عبد العزيز او د هغه د ولي عهد ٬ د قطر امير او د فلسطين صدر په شمول د اسلامي نړۍ د مهمو هېوادونو لارښودو لخوا م??نه كوو۔