اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي ?? سباٶن ضروريات او د كوم بيړني صورتحال مخ نيوي لپاره بايد جامع منصوبه بندي وشي، د ذخيره ا??دو??ې او ناجائزه منافع خورو په ضد دې سخت اقدامات وكړے شي، د پټي نه تر ماركيټ د څيزونو په منتقلې ??و نورو عواملو كښې دې د انفارمېشن ټېكنالوجې ??ست??مال وكړے شي، هڅه وكړئ چې په غريبانانو كوم اضافي بوج رانه شي. د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د زيارت په ورځ د ضروري څيزونو د بېعو او شتون په اړه د جاج اخستو غونډه وشوه. په غونډه كښې وفاقي وزيرانو مخدوم خسرو بختيار، ډاكټر عبدالحفيظ شېخ، سيد فخر امام، صلاحكار ډاكټر عشرت حسېن، خاص مرستيال نديم بابر، ډاكټر وقار مسعود، بابش ګوهر، د سټېټ بېنك ګورنر ډاكټر رضا باقر، د پنجاب د خوراك وزير عبدالعليم خان، د خزانې وزير هاشم جوان بخت، د اېف بي آر چيئرمېن او نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو. په غونډه كښې د پنجاب او د خېبر پښتونخوا چيف سېكرتريز د وېډيو لنك د لارې ګډون كولو. په غونډه كښې وزيراعظم ته راتلونكي مالي كال 22-2021م لپاره د غنمو پېداوار، لګښت او د ضروريات په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو. وزيراعظم ووئيل د هېواد ضروريات او كوم ډول بېړني صورتحال مخ نيوي لپاره د اوس نه منصوبه بندي وكړئ. وزيراعظم ووئيل د ذخيره ا??دو??ې او ناجائزه منافع خوارو په ضد سخت ګامونه كړئ، د پټي نه تر ماركيټ د څيزونو په منتقلې ??و نورو عواملو كښې دې د انفارمېشن ټېكنالوجې ??ست??مال وكړئ، هڅه وكړئ چې په غريبانانو كوم ډول اضافي بوج رانه شي