اسلام آباد۔20فروری (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېن??ټر شبلي فراز وئيلي دي د سېنېټ ټاكنو كښې ټول عمري د پېسې لېن دېن او هارس ټرېډنګ شوے ۔ د پېسو ٬مخ مروت او ځورونې كلتور به بدلول وي۔ اپوزيشن سره مو??ع ده چې هغه د سېنېټ ټاكنې سپېځلې جوړولو لپاره عدالت كښې د دې په ضد د دلائلو وړاندې كولو په ځائې د دې قانون ملاتړ وكړي۔ د خالي په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د صدارتي آرډيننس اجراﺀ سره په اړوند تحريك د بحث په مهال د خيالاتو څرګندونه كولو سره وفاقي وزير ووئيل دا معامله يو قانوني او بل اخلاقي اړخ لري۔ دا معامله عدالت كښې ده خفه په دې خبره يم چې دا ايوان كوم چې د سېنېټ ايوان دے او دلته پخوا چې د سېنېټ ټاكنو په اړه كومې پوښتنې كېدلې ٬ د پېسې لېن دېن او هارس ټرېډنګ لازم او ملزوم جوړ شوے وو٬ اپوزيشن غړو د هغې په اړه يو لفظ نه دے وئيلې۔ هغه ووئيل سېنېټ ټول عمري متنازعه پاتے شوے دے۔ د پېسې لېن دېن به ختمول وي۔ د تحريك انصاف حكومت او وزيراعظم عمران خان تل دا خبره كړې چې دې هېواد ته زيات زيان كرپشن رسولے دے۔ سېن??ټر شبلی فراز ووئيل اپوزيشن دې په دې غور وكړي چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت څه وائي آيا هغه اخلاقا ً سم دي يا نه۔ هغه ووئيل كله چې د بره نه كرپشن كېږي نو هغه په ټيټه كچه خپرېږي او هم د دې په نتيجه كښې زمونږ ادارې مفلوج شوي دي۔ مېر?? ته كله هم پام نه دے ګرځولے شوے۔ هغه ووئيل د پارليمنټ ??ه بايد دا غږ لاړ شي چې مو??ږ له به كرپشن ختمول وي۔ هغه ووئيل مو??ږ له به اوس پرېكړه كول وي چې د پېسې سياست ته وده وركول دي يا د مېرټ او اهليت په بنياد ادارې مضبوطې جوړول دي۔ هغه ووئيل جمهوريت ځكه كمزورې شوې چې پارليمنټ به ذاتي ګټو لپاره كارولې كېدو۔ دا يوه ځانګړې مو??ع ده ۔ مو??ږ له به د خپلو راتلونكو نسلونو سوچ كول وي۔ هغه ووئيل په سيالكوټ دوه قيمتي ځانونه ضائع شول ٬ غمجنيو كورنيو ته دے لوئے څښتن صبر وركړي۔ دې خلقو سياست كښې تشدد او پېسه كارولې ده مو??ږ له به دا كلچر بدلول وي۔ هغه ووئيل مو??ږ سره مو??ع ده او دا بايد د هېواد او ټولنې بهترۍ له وكارولې شي دغسې چې زمونږ راتلونكي نسلونه د پېسې خدائے جوړولو په ځائې په مو??ږ وياړ وكړي او اخلاقيات ٬ مېرټ او اهليت ته ترجيح وركړي