كراچي 17فروری(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي د قائداعظم اكېډمي كتابتون د ټولو نايابه كتابونو ډيجيټلائز كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د سكالرز او مح??ېقانو دې ته رسېدل او دې نه استفاده كول دې آسان كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه صدر ډاكټر عارف علوي د قائداعظم اكېډمي كراچۍ دورې په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ هغه د قائداعظم مح??د علي جناح او نيمې اوچې مسلمانانو له د يو جلا هېواد ترلاسه كولو هڅو كښې د شاملو ملګرو په حقله تحقيق لپاره د مركز د جوړېدو ستائنه وكړه۔ صدر د اكېډم?? اولني ډائرېكټر پروفېسر شريف المجاهد او نورو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې كومو چې د دې اد??رې يو فعاله تحقيقي او اشاعتي مركز جوړولو له بنيادي ??ردار ترسره كړے۔ صدر ته د اد??رې په حقله بريفنګ وركړے شو۔ هغه به دې مهال ووئيل تحقيقاتي كار او د نوې ريسرچرز تعيناتولو عمل تند كړئ۔صدر ته ووئيل شول د اد??رې لخوا 80 كتابونه هم چاپ شوي۔ صدر د اد??رې د كتابتون دوره وكړه او په دې موقع ئې د اكېډمۍ شائع كړي كتابونه هم واخستل او د كومو پېسې چې صدر د خپل جېب نه وركړې