اسلام آباد 16فروري (اے پی پی) د سائنس او ټیکنالوجۍ وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن وئيلي دي پاکستان حلال اتھارټی (پی ??یچ اے) لپاره سلاټر هاؤسز ته آسانيو وركولو لپاره چمتو دے۔ د نهې په ورځ وړومبي سلاټر هاؤس کنفرنس ته خطاب کښې ده ووئيل وزارت د حلال څيزونو برآمدات او تجارت زياتولو له پاکستان حلال اتھارټی (پی ??یچ اے) جوړ?? كړې ځكه چې پروسیسډ میټ سیکټر يوه مهمه څانګه ده۔ ده ووئيل بايد پی ??یچ اے د ځناورو په ویکسین او د ځناورو په خوراك كار وكړي دا د ښه موقعې لري او غټ كاروبار دے۔ پی ??یچ اے له کاروباری موقعې لټولو لپاره سرکاری او نجی مرستې ته اړټيا ده۔ده ووئيل بايد مونږ چین ا?? د ??لیج كواپرېشن كونسل هېوادونو سره هم تجارت خپل هدف وګرځوو چرته چې د غوښې د برآمدات صلاحیت شته۔ ډائریکټر جنرل پاکستان حلال اتھارټی اختر اے بوګھیو ووئيل نړيواله منډۍ كښې د حلال تجارت مالیت يو كهرب ډالره دے۔ زیاتره غیر مسلمه هېوادونه حلال تجارت كښې په زړه پورې كردار لري۔ پاکستان يو اسلامي هېواد دے بيا هم په دومره لوي ماركيټ كښې څه خاص مقام نه لري