اسلام آباد 02 فروري(اے پي پي) د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس ??ي او) عمومي سېكتر ولاديمير نوروف په افغان امن عمل كښې د پاکستان د ثالثۍ ستائنه كولو سره وئيلي دي چې پاکستان په افغان امن عمل كښې په زړه پورې كردار لوبولې دے۔ د نهې په ورځ د افغان امن عمل پحقله وېبنار ته خپلې وېنا كښې عمومي سېكتر ووئيل د اېس ??ي او غړي هېوادونه د افغان شخړې زره تر زره تصفيه غواړي٬ كومه چې د منطقې پشمول په ګرده نړ?? كښې امن او سلامتيا مستحكم كولو لپاره ضرورې ده۔ ده ووئيل افغانستان كښې د شخړې خاتمې سياسي مذاكرات او د انکلوژو امن عمل د لارې هم د افغان اولس په لارښودنه كښې كېدې شي۔ ولاديمير نوروف په دې لړ كښې د دوحه بېن الافغان امن مذاكراتو هركلے كولو سره د دې توقع څرګندونه وكړه چې دې سره به د افغانستان او اېس ??ي او ترمېنِځه په ګڼ اړخيزه روابطو په زړه پورې اثرات مرتب شي۔ ده ټولو هېودونو او ن??يو??لو تنظيمونو څخه مطالبه وكړه چې د افغانستان په استحكام او پرمختګ كښې مرسته وكړي٬ د غېر ملكي ځواكونو ??ه موجودګ?? كښې د كمي په تناظر كښې به د افغانستان په بحال?? كښې د اېس ??ي او مرستې اهميت زيات شوې۔ ده ووئيل ??ه مېنځنۍ او سوئيلي آسياء ترمېنځه سيمه ايزې روابط مستحكم كولو پاره په افغانستان كښې د اعلٰې معيار رېلوے او انرژي انفراسټركچر ??ه منصوبو عملدرآمد ډېر اهميت لري ۔ ده ووئيل چېد ټرانز ر??جنل لاجسټك پروسيس بهترۍ سره به ګڼ اړخيزه تجارت او اقتصادي روابط وده وكړي او په افغانستان كښې به زراعت وده ومومي ۔ وېبنار كښې په ازبکستان كښې د پاكستان سفير سيد علي اسد ګېلاني هم ګډون وكړو