اسلام آباد۔25جنوری(اے پی پی) د آزاد كشمير صدر سردار مسعود خان وئيلي دي نن هند د جمهوريت ورځ لمانځي خو د جمو وكشمير اولس ٬ پاكستان او په آزادۍ ا?? انساني وقار باور لرونكو لپاره دا يوه توره ورځ ده۔ د هند د جمهوريت ورځ د كشميري اولس لخوا د تورې ورځې په توګه د لمانځلو په مهال خپل يو خصوصي پېغام كښې هغه ووئيل هند په مقبوضه كشمير فوځي قبضې سره د كشميري اولس آزادي له مينځه وړولو او په هغوي ظلم او زياتې سره دا ثابت كړې چې هند نه خو كوم جمهوري رياست دے او نه هغه په آزادۍ ٬ عدالت او بشري حقونو باور لري۔ هغه خپل پېغام كښې د ملګرو ملتونو او اثر لرونكو هېوادونو ??ه غوښتنه وكړه چې هغوي د بې رحمه قوت د ظلم او جبر نه د كشميري اولس خلاصولو له خپل كردار ترسره كړي۔ ص??ر ووئيل د آزاد جمو و كشمير او پاكستان اولس يو وارې بيا ?? دې لوظ پخلے كوي چې كشميريان شهيد كوؤنكي ٬ ژوبل كوؤنكي او دوئي د بصارت نه محرومه كوؤنكو ته به ماتې وركو??۔ مونږ به د آزادۍ شمع تر هغه وخت په خپلو وينو بله ساتو تر كومې چې مو د عدل ا?? انصاف اصولو له مخې د آزادۍ خپل پېدائشي حق ترلاسه كړې نه وي