وانا 20 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په جنوبي وزيرستان ك??ې د تهري جي او فور جي انټرنېټ سروس پرانستلو اعلان كولو سره وئيلي دي په ترهګرې كښې قبائيلي ضلعې تر ټولو زياتې ځپلې شوي، ځوانانو له روزګار وركولو ته اول پام لرنه كوو ، په قبائيلي ضلعو كښې به سكولونه، ټېكنيكل كا??جونه او پوهنتونونه جوړوو، د جنوبي وزيرستان اولس لپاره تعليم او روزګار لوي چېلنجونه دي، اولس ته به د علاج اسانۍ وركولو لپاره هېلتھ كارډ وركوو، په قبائيلي سيمو كښې د خونه د كروندې انقلاب را??لو?? د احساس پ??وګ??ام له مخې به غريب او مستحقو كسانو سره مالي مرسته كولې شي، د هند حكومت په پاكستان ك??ې پرله پسې انتشار خپرول غواړي، د پي ټي آئي د حكومت فلسفه ده چې پاتې شوې طبقې او وروستو پاتې سيمو ته پرمختګ وركړے شي، وخت به ثابته كړي چې د قبائيلي سيمو د انضمام پرېكړه تر ټولو غوره وه. وزيراعظم دا خبرې د شورو په ورځ د كا??ياب جوان پ??وګ??ام له مخې د چېكونو وركولو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وزيراعظم عمران خان ووئيل كومې سيمې چې وروستو پاتې شوي، زمونږ زياته هڅه ده چې د هغه ځاے خلقو ته هم اسانۍ وركړې شي او دا سيمې هم پرمختګ وركړي. وزيراعظم ووئيل دلته ووټ ترلاسه كولو لپاره نه يم راغلے او نه داسې لوظونو له راغلے يم كوم چې د انتخابي كمپائن په مهال كېږي. ده ووئيل زمونږ هڅه ده چې په وروستو پاتې سيمو كښې د پرمختګ، د تعليم او نورې اسانۍ وركړې شي. ده ووئيل د اقتدار نه وړاندې مو نمل پوهنتون جوړ كړے ، هم داسې پوهنتونونه جوړول غواړو ځكه چې زمونږ د ټولو نه لوي طاقت زمونږ ځوانان دي. كه ځوانانو ته ښه تعليم او تكنيكي تعليم وركړے شي نو دوي به د خپلې كورنې او د هېواد د پرمختګ ذريعه جوړ شي. ده ووئيل تعليم او روزګار دوه لوي چېلنجونه دي او مونږ ته د دې مقابله كول دي. قبائيلي اولس تل پاكستان سره اودرېدلے. په وزيرستان ك??ې د تېرو 15 كلونو په مهال د ترهګرې په ضد جنګ كښې ډېره تباهي شوې. دلته ځوانانو ته تر ټولو زيات روزګار وركول ضروري دي او په دې لړ كښې د كا??ياب جوان پ??وګ??ام له مخې نن دلته چېكونه وركړے كېږي. وزيراعظم ووئيل په قبائيلي سيمو او بلوچستان ك??ې د روزګار وركړې ته مونږ خاص پام لرنه كړې. جنوبي وزيرستان لپاره هم مونږ يو لوي پېكج وركړے. وزيراعظم ووئيل په قبائيلي سيمو كښې به اسانۍ باوري كولې شي. د كا??ياب جوان پ??وګ??ام له مخې به راتلونكې كا?? فنډ لا زيات كړے شي چې دغسې ځوانان روزګار ترلاسه كړے شي. وزيراعظم ووئيل د قبائيلي سيمو اولس د انګرېزانو نه آزادې لپاره تر ټولو زياتې قربانې وركړي او بيا د دې ځاے خلقو په كشمير كښې هم جهاد كړے، د قبائيلي شهيدانو قبرونه نن هم هلته موجود دي. په پنجاب كښې چې كله قتل عام وشو نو مرستې لپاره د دې ځاے خلق تيار وو. د كا?? 1965م جنګ په مهال د قبائيلي اولس لښكرې تللې وې. هېواد لپاره د دوي د جذبې نه ښه خبر يو. وزيراعظم ووئيل مونږ اسانۍ راپېدا كول غواړو، غواړو چې ستاسو ستونزې دلته په وانا كښې حل شي. په دې لړ كښې به تاسو ډېر زر زېرې واورې. د دې څخه وړاندې وزيراعظم ځوانانو ته چېكونه وركړل. په دې موقع د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان، وزيراعلٰي محمود خان او د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار هم موجود وو.