اسلام آب??د۔30دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان افغانستان كښې امن او استحكام له د خپل پرله پسي ملاتړ عزم كولو سره وئيلي دي افغان شخړه كوم پوځي حل نه لري۔ د خبرو اترو د لارې سياسي حل ته اړتيا ده۔ افغانستان كښې امن به د ټولې منطقې په ګټه وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د شورؤ په ورځ د افغانستان د صنعت او تجارت وزير نثار احمد فیضی غوریانی سره د شورؤ په ورځ ملاقات كښې وك??ه۔ وزيراعظم ووئ??ل د سيمې ايزو رابطو ودې او د اقتصادي مرستې د لارې افغانستان كښې امن به د ټولې منطقې په ګټه وي۔ وزیراعظم د مزار شریف۔کابل۔ پېښور ټرانس افغان رېلوے لائن منصوبې ذكر وك??و او دې منصوبې لپاره مالي مرسته ترلاسه كولو كښې ئې د ازبكستان په هڅو كښې د پاكستان ملاتړ په ډاګه كړو۔ د افغانستان د تجارت وزير وزيراعظم ته د افغان صدر لخوا د نېكو هيلو پېغام ورسولو او راهدارۍ او دوه اړخيزه تجارت سره په اړوندو چارو د شوي پېشرفت ذكر ئې وك??و۔ هغه افغان عمل كښې د يو سهوت كار په حېث د پاكستان د مثبت كردار ستائنه هم وك??ه۔ دواړو هېوادونو د اقتصادي او تجارتي رابطو ودې له د خپل عزم څرګندونه وك??ه۔ په دې موقع د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد هم موجود ؤ۔ دا خبره دې ياده وي د صنعت او تجارت وزير نثار احمد فېضي غورياني په مشرۍ كښی افغان پلاوې د افغانستان۔پاکستان ټرانزټ ټرېډ کوآرډینېشن اتھارټی 8 مه غونډه كښې ګډون له د پاكستان په دوره دے۔