سرینګر 10 اګست (اے پی پی) د ه??د غیر قانونی مقبوضه جمو و كشمیر ك??ې كل جماعتی حریت كانفرنس په 14 اګست د پاكستان د آزادۍ ورځ په ښه ډول لمانځلو او 15 آګست د ه??د د آزادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه د لمانځلو اعلان كړے۔ د كشمیرمیډیا سروس له مخې د حریت كانفرنس وياند د سرینګر څخه په جاري شوي يو پیغام كښې وئيلي دي چې پاكستان د قائداعظم محمد علی جناح په ولوله انګیز قیادت كښې د نيمې وچې د مسلمانانو د هغو هلو ځلو حقیقت دے د كوم تصور چې شاعر مشرق علامه اقبال وړندے كړے ؤ۔ ده ووئيل پاكستان د مسلمانانو پناه ګاه ده او هم دغه وجه ده چې كشمیریان به سږ كال هم د پاكستان د آزادۍ ورځ په جوش، جذبه ، عقیدت او احترام سره لمانځي۔ د حریت وياند ووئيل د كشمیریانو زړونه د پاكستان سره دي د كومې څرګندونه به چې مونږ په 14 اګست په بشپړه ډول نړيوالې ورورولۍ ته په ډاګه كوو چې مونږ د ه??د غیر قانونی تسلط څڅه آزادی او پاكستان سره خپل سباؤن تړل غواړو۔ ده ووئيل ك??میریان به په 15 اګست د ه??د د آزادۍ ورځ د تورې ورځ په توګه لمانځي