اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران ??ان ?? سي پېك اتهارټۍ په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونې كولو سره وئيلي دي د چين پاکستان ??قتصادي لاره د هېواد د روښانه سباٶن ضمانت دے، دا منصوبه به په هر حال بشپړولې شي او د دې خواږه به هر خاص و عام پاكستاني ته رسولے شي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د سي پېك له مخې د منصوبو د پېشرفت په اړه د جاج اغستو غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ له مخې وزيراعظم د روانو منصوبو په موجوده صورتحال خبر كړے شوے۔ په دې مهال وزيراعظم ووئيل سي پېك د پاكستان ?? سماجي او معاشي پرمختګ يوه بهتره منصوبه ده او دا د پاكستان ?? روښانه سباٶن ضمانت دے ۔ وزيراعظم د دې عزم پخلے وكړو ??ې د پاك چين دوستۍ مظهر سي پېك منصوبه به په هر حال كښې سر ته رسولې شي او د دې خواږه به د هېواد هر خاص او عام لپاره وي ۔ وزيراعظم د سي پېك اتهارټۍ د كاركردګۍ ستائنه كولو سره امر وكړو ??ې د دې ادارې كاركردګي او استطاعت لا كوټلے كولو لپاره ضروري ګامونه پورته كړئ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسد عمر، مخدوم خسرو بختيار، عمر ايوب، د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد، د سي پېك اتهارټۍ چيئرمېن ليفټي??نټ جنرل (ر) عاصم سليم باجوه او د اړوندو وزارتونو لوړ پورو ګډون وكړو