اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټړ شبلي فراز وئيلي دي د كورونا وائرس مخ نيوي لپاره په اېس او پيز او ګائيډ لائنز عمل كولو سره د كورونا وبا له ماتې وركړې كېدې شي، د سمارټ لاك ډاٶن مقصد د كورونا وائرس مخ نيوے او د اولس حفاظت باوري كول دي، وزيراعظم تل زمكيز حقائق د قوم په وړاندې ايښودي، سره د چېنلجونو مو اولس دوست بجټ وړاندے كړے. ده دا خبرې د زيارت په ورځ اسلام آباد كښې د سمارټ لاك ډاٶن سي??و د دورې كولو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې. وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل د كورونا وائرس زياتې خپرېدونكې سي??ې هاپ سپاټ ګرځولے كېدو سره په دې سي??و كښې سمارټ لاك ډاٶن نافذ كړے ??وے. د دې مقصد د كورونا وائرس مخ نيوے او د اولس تحفظ باوري كول دي. ده ووئيل ضلعي انتظاميې په عزت سره په سي??ه كښې سمارټ لاك ډاٶن كړے ??و په اېس او پيز عمل كېږي. ده ووئيل د جي نائن سي??ې د بېرته ټېسټنګ نه ثابته شوې چې د وبا خپرېدنه كمه شوې. اولس ته خواست دے چې په احتياطي تدابيرو عمل وكړي۔ده ووئېل دې وبا ته د احتياط د لارې ماتې ورړې كېدې شي. ده ووئيل د ماسك په استعمال او په سماجي فاصله دې هم 100 فيصده عمل وكړے ??ي. ده هيله څرګنده كړه چې د هاټ سپاټ سي??ې به زر معمول ته راشي.