اسلام آباد 20 مئی (اے پی پی) خ??رج?? وزير شاه محمود قریشی سره پاكستان لپاره د اروپائي ائتلاف سفیر اینډرولا كیمیناره د شورو په ورځ ليدلې دي۔د خ??رج?? دفتر وياندې له مخې د كورونا وائرس وبا په مهال په اوسني صورتحال او د وبا اثراتو مخ نيوي لپا ره په شوو هڅو په اړه د خيالاتو څركندونه شوې ۔ خ??رج?? وزير د كورونا وبا له امله اروپائي ائتلاف كښې په شوې زيان د افسوس څرګندونه وكړه او د پاكستان حكومت او اولس د اړخه ئې ورسره د يووالي څرګندونه وكړه۔ خ??رج?? وزير ووئيل كورونا وبا په ټوله نړۍ كښې خپره شوې ، د دې وبا اثراتو مخ نيوي لپاره په نړيواله كچه هلو ځلو كولو ته اړتيا ده، پاكستان د خپلو محدودو معاشی وسائلو باوجود د وبا له امله ځپلې شوو كسانو لپاره 8 اربه ډالره بيل كړي?? شاه محمود قریشی ووئيل پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه د ګڼو څانګو په اړه د دوه اړخيزه اړيكو وده خوشبينه ده۔ده ووئېل د كورونا وائرس له امله رامخې شوې صورتحال مخ نيوي لپاره د اروپائي ائتلاف د اړخه د پاكستان په وخت معاونت كول د ستائنې وړ دے۔ خ??رج?? وزير ووئيل اروپائي ائتلاف دې د بش??ي حقونو علمبردار په حيث مقبوضه جمو او كشمیر كښې د بدترینې كرفیو او د بش??ي جقونو خلاف ورزیو نوټس واخلي۔ مخدوم شاه محمود قریشی ووئيل اروپائي ائتلاف دې په مقبوضه كشمیر كښې د بش??ي حقونو خلاف ورزیو سلسله بندولو ٬ د بنديزونو لرې كولو او د هند په زندانونو كښې د بنديوانو كشمیریانو خوشې كولو لپاره په هند فشار واچوي۔دغسې پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف سفیر د موجوده وبائې چیلنج ترمخه د پاكستان د اړخه اقدامات ستائلو سره د اروپائي ائتلاف د وركړې مرستې تفصیلات نه هم خ??رج?? وزير خبر كړو