اسلام آباد 29 فروری (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاع??تو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د كرونا وائرس مقابلې لپاره ټول ضروري اقدامات باوري كولې شي، د وزيراعظم عزم دے چې د كرونا وائ??س نه يرېدل نه بلكې مقابله كول دي. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې د وزيراعظم د اطلاع??تو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د نورو ناروغو په شان به كرونا ته هم ماتې وركوو، په دې لړ كښې د ټولو صوبائي ??كو??تونو څخه د اقدام??تو او انتظام??تو راپور طلب كړے شوے. په كوئټه ، لاهور، اسلام آباد او كراچې كښې د ناروغې د تشخيص اسانيې وركړې شوې دي. هغې ووئيل چې كرونا لاعلاج نه بلكې قابل علاج مرض دے، د دې نه د يرېدو ضرورت نشته، د اندېښنې او پرېشانې خبره نشته، خو حفاظتي تدابير كول او په خاص توګه د صفائي لازم دي. مسلمانانو لپاره خو صفائي نيم ايمان دے. هغې ووئيل چې د كرونا وائرس مقابلې لپاره ټول ضروري اقدامات باوري كولې شي. د يادونې وړ ده چې د كرونا 98 فيصده رانځوران ښه كېږي، په اولس كښې به خبرتيا او شعور بېدارولو سره د دوي تحفظ باوري كوو، د مسلمان په توګه بايد مونږ د دې مرض څخه د حفاظت او عافيت د??ا هم وكړو.