اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي هند كښې د سكيهانو ٬ عيسايانو او د مسلمانانو ژوند ګران شوې ٬ د آر اېس اېس د كركې فلسفې ګاندهي هم وژلې ٬ کشمير د نيمې وچې د ويش نامكمله اېجنډا ده٬ پاكستان امن غواړي خو د كشمير په مسئله به هېڅكله سودا اونه كړو٬ د پاكستان وسله والو ځواكونو د هند دوه الوتكې ??انسكورولو سره د هند غرور خاورې كړې۔ د دې خي??لاتو څرګندونه اولس مشر د زيارت په ورځ د “شدت خوښ هند او د ذمه وار پاكستان” په سرخط سيمينار ته وكړه۔ اولس مشر ووئېل ملګري ملتونه اداره په نړۍ كښې امن ته د ودې وركولو نظريې تر مخې جوړه شوې٬ هند د ملګرو ملتونو منشور هم تهس نهس كوي۔ اولس مشر پاكستان كښې د ترهګرۍ خاتمې كولو په كاميابۍ وسله والو ځوكوانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وو??يل د پاكستان وسله والو ځواكونو د هند دوه الوتكې په رانسكورولو د هند غرور خاورې كړې او پاكستان ثابت كړې چې د كوچني هېواد باوجود زمونږ دفاعي صلاحيت څو چنده بهتر دے۔ اولس مشر وو??يل هند سري لنکا، نيپال او نورو كوچنيو هېوادونو په كورنيو معاملو كښې هم لاس وهنه كوي۔ اولس مشر په دې وروستيو كښې د هند د كورني صورتحال ذكر كولو سره وو??يل دا صورتحال د خوشنونت سنګھ په كال 2003 كښې ??ائ?? كړې شوي كتاب “د هند خاتمه” كښې ښودلې شوې صورتحال سره مماثلت لري۔ ده وو??يل زه د هند كورني صورتحال نه ښه خبر يم۔ ده وو??يل پاكستان ګرده نړۍ كښې د اقليتونو د حقونو علمبردار هېواد دې او هند كښې اقليتونه فشار سره مخ دي۔ ده وو??يل منطقه كښې د امن ټولې هلې ځلې ضائع كړې دي۔ ده وو??يل هند د لسو كالو راهسې د سارك مشرانو غونډه كښې ګډون نه دې كړې