ډیووس 22 جنوری (اے پی پی) پاکستان او آذربائجان د ټولو څانګو دوه ا??خي??ه اړيكې لا قوي كولو له د عزم څرګندونې سره د يو بل په قامی چارو د شريك ملاتړ پخلې كړې۔ وزیراعظم عمران خان سره د آذربائیجان اولس شمر الهام علیوف ډیووس كښې د نړيوال اقتصادی فورم ??لن?? غوندې په موقع ملاقات کړې او د دواړو هېوادونو ترمينځه په شريك باور او ملاتړ اډانه په دوه ا??خي??ه اړيكو ئې د خيالاتو څرګندونه كړي۔ وزیر اعظم په جمو او کشمیر د او آئی سی رابطه ډلې غړي حیثیت پشمول د آذربائیجان د ذكر وړ کردار وستائلو او نګورنوکاراباخ په مسئله ئې د پاکستان د اړخه د آذربائجان د مرستې كولو پخلې وكړو۔ د آذربائیجان اولس مشر په پرله پسې مرسته د پاکستان مننه وكړه۔ وزیر اعظم د آذربائیجان اولس مشر په مقبوضه جمو او کشمیر كښې د بشري حقونو په منظمو خلاف ورزو او د 5 اګست 2019ء هندي حکومت يو ا??خي??ه او غیر قانوني اقدام څخه خبر كړو۔ دغسې دوي د يو بل په قامی چارو د ملاتړ پخلې وكړو او د ټولو څانګو دوه ا??خي??ه اړيكو لا قوي كولو له ئې د عزم څرګندونه وكړه۔ ملاقات ??ښې دې خبرې ته سلا راغلې چې په اعلیٰ كچ دوه ا??خي??ه رابطې او دورې به روانې ساتلې شي۔ الهام علیوف وزیر اعظم له د آذربائجان دورې كولو بلنه هم وركړه۔ ملاقات ??ښې خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی او ملګرو ملتونو كښې په جنیوا كښې د پاکستان مستقل مندوب سفیر خلیل هاشمی هم موجود وؤ۔