واشنګټن 18 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي د امريكې درې ورځنې مهمه دوره په كاميابې سره ترسره كولو سره هېواد ته ر??روان شو. په امريكا كښې د پاك??تا?? سفير ډاكټر اسد مجيد او د سفارت ن??رو اعلٰی چارواكو خارجه وزير رخصت كړو. د خارجه وزير د امريكې دا دوره په دوو پړاٶونو كښې وه. په وړومبي پړاٶ كښې خارجه وزير نيويارك ته لاړو چرته چې ده د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر، د امنيتي كونسل صدر او د عومي اسمبلۍ مشر سره ملاقاتونه وكړل او هغوي ئې د مقبوضه جمو او كشمير صورتحال او د پاك??تا?? د اندېښنو نه خبر كړل. خارجه وزير د دورې په دوهم پړاٶ كښې د امريكې د سېنېټ مشرانو غړو، خارجه وزير مائيك پومپيو، د امريكې د قومي سلامتيا سلاكار او ن??رو مهمو شخصياتو سره هم ملاقاتونه وكړل.