اس??ام آباد ۔ 31 اکتوبر (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د تېز ګام ټرېن پېښه كښې زياتره كسان روان ټرېن څخه د دانګلو لامله مړه شوي دي۔ د زيارت په ورځ نجي ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل اور لګېدو سره د ټرېن درې ډبې ځپلې شوي دي كومو كښې چې د تبليغي جماعت كسان ناست وو۔ ده ووئيل مسافرو سره د دوه سلېنډرو چاؤدنې په نتيجه كښې په ډبو كښې او?? ولګېدو او زياتره كسان روان ټرېن څخه د دانګلو دلاسه مړه شوي دي۔ ده ووئيل کھاریاں او ملتان كښې برن یونټس دي۔ سخت ژوبل كسان رحيم يار خان ته منتقل كړې شوي دي۔ ده ووئيل په دې پېښه كښې غل??ي د مسافرو ده كومو چې ناشته جوړولو له سلېنډرې وكارولې كومې چې وچاؤدلې او په روان ټرېن كښې او?? ولګېدو۔ ده ووئيل مسافرو ټرېن ته سلېنډر دننه څنګه يوړو ٬ ددې به پلټنې كوې شي۔ مسافر چولهې خپلو تھېلو كښې اچوي او د قانون خيال نه ساتي۔ ده ووئيل كه مسافر كراچۍ څخه سره د سلېنډرو ټرېن ته ختلې وي نو نوټس به اخلو۔ په وړو رېلوے سټېشنو د اسکېنر نظام ن??ته ځكه پلټنې به كولې شي دغسې چې دا معلومه شي چې مسافر سلېنډر سره د كوم سټېشن نه ت??ز ګام ته ختلي وو