اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پی پی)په پاكستان كښې د چين سفير ياؤجنګ د زيارت په ور?? د ??ين الصوبائي رابطه وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا سره ليدلې دي او راتلونكې مياشت د پاك چين سسټرسټيز فورم پرانستې په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔دا فورم به سسټر ښار پروژې ته عملي جامې اغوستلو سره د پاكستان او چين په صوبو كښې شريكې مرستې او د پراجېكټ له مخې پرمختيائي پروژو ته وده وركړي۔چينائي سفير سره په خبرو كښې وفاقي وزيرې ووئيل چې زمونږ ح??وم?? د چين سره د سسټر ښارونو پروژو څخه ښه نتيجې ترلاسه كول غواړي ٬ دې سره به دوه اړخيزه اريكې لا زياتې شي او د چين سره د ملګرتيا ګټې تر ټېټې كچې منتقل كړې شي۔وفاقي وزيرې په دې خبره زور راوړو چې د پروژې له مخې د ښار انتظامي چارې٬پبلك سروس ډيليوري٬روغتيا٬ماډل كلي٬ماحوليات تحفظ٬غربت خاتمې پروګرام٬تجارت او سرمايه كاري٬د سېلګرۍ مرسته٬آرټ او پېشه ورانه /تعليم مركزونه جوړول او نور څانګو كښې شريكه مرسته شاملول پكار دي۔د چين سفير آئ?? پي سي وزارت لخوا پاك چائنه سسټر ښار پروژې لپاره تيار كړی شوې تجويز وستائېلو۔سفير ووئيل چې دې پروژې سره به د دواړو هېوادونو ځايې ح??وم??ونو ترمينځه شريكه مرسته كښې به اضافه وشي او د دواړو هېوادونو سماجي او اقتصادي اړيكو ته وده ترلاسه شي