اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د مذهبي چارو وف??قي وزير پير نور الحق قادري وئيلي دي اسلام د اقليتونو د حقونو درس وركوي٬ د مدينې په رياست كښې اقليتونو ته هر ډول مذهبي آزادي او حقونه ترلاسه وٶ٬ د وزيراعظم عمران ??ان وژن له مخې مونږ د اقليتونو د مسئلو نه سترګې نه شو پټولې٬ په نوي پاكسان كښې به ټول اقليتونه محفوظ وي۔ وف??قي وزير د?? خبرې د ګل په ورځ ايوان ??در كښې د اقليتونو په اړه دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دستوره كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي، وزير اعظم عمران ??ان،د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان پشمول پارلماني غړو او اقليتي ورورولۍ سره تعلق لرونكو په لويه شمېره ګډون وكړٶ۔ پير نورالحق قادري ووئيل په دې دستوره كښې د اولس مشر او وزيراعظم موجودګي او اقليتونو لپاره د ايوان ??در دروازې پراستل د دې خبرې غمازي كوي چې د عمران ??ان ??كومت اقليتونو ته څومره اهميت وركوي٬ دا د يو پېغام وركولو هڅه ده۔ ده ووئيل هولي ٬ ديوالي او كه بېساكهي وي يا د بهائيو او د كېلاش كميونټۍ اخترونه وي مونږ دا دستورې لمانځو ??ې مقصد ئې د رنګ٬ نسل او مذهب د فرق نه اخوا پاكستان ?? ټولو مقصد دے۔ ده وئيل مونږ ټول پاكستاني يو او د انسان په توګه زمونږ دود دستور شريك دے٬ زمونږ مذهب او آئين د اقليتونو د حقونو د پالنې امر كوي او د قائد اعظم امر او د اقبال فكر د اقليتونو د حقونو اهميت واضح كوي۔ ده ووئيل زمونږ د قائد عمران ??ان وژن دا دے چې په پاكستان كښې د اقليتونو د مسئلو نه سترګې نه شو پټولې٬ په ترهګرۍ كښې مونږ امام باړې٬ جوماتونه او درګاه هم سوځېدلې ليدلې دي۔ ده په دستوره كښې ګډون كوٶنكو ته ووئيل انشاء اللہ د عمران ??ان ?? زما او ستاسو پاکستان ??ه محفوظ وي۔ ده اقليتونو له باور وركړٶ چې دا هېواد د مسلمانانو٬ مسيحي ورورلۍ ٬ هندوانو او پارسيانو٬ د بهائيو پشمول د ټولو دے٬ نوي پاكستان كښې به ټول اقليتونه محفوظ وي۔