اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي﴾ په سېنېټ كښې د حكومتي ډل?? مشر سناتور شبلي فراز وئيلي دي چې د مسلم ليګ ن لارښودې مريم نواز د خبري كنفرنس د لارې د ملكي نظام ډي رېل كولو غېر شائسته هڅه كړې۔ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې شبلي فراز ووئيل چې مريم نواز يوه لوبه پېل كړې ځكه چې مسلم ليګ ﴿ن﴾ د اولس ګمراه كولو نه علاوه كومه بله چاره نه لري٬ د پي اېم اېل اېن مشرتابه د دې ډرامې خالق دے او مقصد ئې انتشار خپرول دي۔ دوي د خپ??و منفي چالونو د لارې قوم ګمراه كوي٬ شبلي فراز ووئيل چې د پخوانو واكمنو د كارنامو زور قوم ته رسي۔ ده ووئيل چې ټولې پرېكړې د فاضل عدالتونو لخوا اورول شوې دي او اوسنې حكومت په دې كښې هې?? كردار نه لري۔ ده د ګمراه كن وېډيو د فرانزك كولو نه علاوهه د سېف الرحمان٬ جسټس قيوم او د شهباز شريف د خبرو د پلټنو غوښتنه هم وكړه۔