اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان او اروپائي ??ېتلاف پخوانې ژورې اړيكې لري٬ اروپائي ??ېتلاف سره د اوږدو مذاكراتو نه پس زمونږ د ستراتېژيكي پلان لوظنامه شوې٬ په 25مه نېټه به لوظنامه لاسليك شي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ بر??لز ته د روانېدو نه وړاندې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ??كړې۔ ده ووئيل چې اروپائي ??ېتلاف د يو بل مرسته كوي او د يو بل ملګري هم پاتې شوي دي۔ ده ووئيل چې اروپائي ??ېتلاف سره د اوږدو مذاكراتو نه پس زمونږ د ستراتېژيكي پلان لوظنامه شوې٬ په 25مه نېټه به لوظنامه لاسليك شي٬ دا يو ښه پرمختګ دے ځكه چې زمونږ خواهش و چې دا لوظنامه وشي۔ ده ووئيل چې په بر??لز كښې د ناټو مركزي دفتر هم دے او هلته د تللو موقع به هم په لاس راشي۔ د ناټو عمومي سېكتر سره به ملاقات كېږي۔ ده ووئيل چې د ترهګرې په ضد په هڅو ك??ې زمونږ مهم كردار پاتې شوے او ناټو هم د دې اعتراف كوي۔