اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې پاکستان هند سره ټولې تصفيه طلب چارې د مذاكراتو د لارې هوارول غواړي ٬ معاشي استحکام لپاره خپله سفارتكاري لا موثره جوړولو لپاره مهمو هېوادونو سره دوه اړخيزه رابطو ته وده وركوٶ۔ شاہ محمود قرېشي دا خبرې خارجه چارو لپاره د مش??ورتي کونسل پنځمې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ غونډه كښې پخوانيو سفيرانو ٬ پخوانو خارجه سېكترانو ٬ د نړيوالو چارو پوهانو او نورو غړو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې منطقه كښې د امن او ام??ن د صورتحال پشمول د خارجه پاليسۍ په اړه په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو غور وشو۔ خارجه وزير ګډون كٶنكو ته په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو قامونو سره د پاكست??ن د اوسنۍ روابطو د نوعيت پحقله تفصيلي بريفنګ وركړو۔ شاہ محمود قرېشي وو??يل پاکستان منطقه كښې ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره د سوليزو اړيكو ملاتړ كوي۔ خارجه وزير د غونډې غړي د جاپان او چين خپلې اوسنۍ دورې تفصيلاتو نه خبر كړل۔ ده وو??يل افريقائي هېوادونو سره دوه اړخيزه اقتصادي مرستې ته وه وده وركولو هم اوږد مش??ورت شوې۔ ده وو??يل پاکستان منطقه كښې امن او استحكام لپاره په افغان امن عمل كښې خپل معاونت دوامدار ساتلې۔ مش??ورتي کونسل كښې د هند او پاكستان ترمېنځه د آبي مسئلو ٬ د دې د قانوني حيثيت او په سياسي مضمراتو هم تفصيلي مش??ورت وشو۔ خارجه وزير وو??يل مونږ هند سره ټولې مسئلې د مذاكراتو د لارې په هوارولو كښې خوښي لرو۔ مخدوم شاہ محمود قرېشي د خارجه وزارت په ګڼ اړخيزه چارو كښې په معاونت د خارجه چارو لپاره د مش??ورتي كونسل ?? غړو خاص مننه وكړه