لاهور۔22 اپرېل (اے پی پی) د قامي كركټ لوبډلې هېډ کوچ مکی آرتھر او کپتان سرفراز احمد د انګلېنډ دورې او نړيوال كپ لپاره په اعلان كړې قامي كركټ لوبډله د بشپړ باور څرګندونه كولو سره وئيلي دي لوبډله د نړيوال كپ ګټلو بشپړ صلاحيت لري۔ په قذافی سټېډیم لاهور كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې کپتان سرفراز او کوچ مکی آرتھر ووئيل د انګلېنډ دورې او نړيوال كپ لپاره غوره لوبډله ټاك??ې شوې ۔ ده هيله ولرله چې لوبغاړي به د انګلېنډ دورې او نړيوال كپ په مهال د غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړي۔ سرفراز احمد ووئيل د قامي كركټ لوبډلې پخواني سرلوبغاړي او وزير??عظ?? عمران خان ټولې لوبډلې ته وزير??عظ?? هاؤس ته په بللو عزت وركړې او په دې مونږ ټول ?? هغه مننه كوو۔ دې سره زمونږ ډاډګيرنه شوې ۔ ده ووئيل د سر لوبغاړي په حېث لكه د عمران خان په نړيوال كپ ګټلو د هېواد نامه روښانه كول غواړم۔ ده ووئيل زه قام له باور وركوم چې نړيوال كپ لپاره به هر يو لوبغاړې د 100 فیصده كاركردګۍ څرګندونه كوي ۔ د پاك هند مېچ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ لپاره يوازې د هند نه بلكې د نړيوال كپ هر يو مېچ ډېر مهم دے او د هر مېچ د ګټلو به هڅه كوو۔ ده ووئيل پاک هند مېچ مهم وي او ټول قام هڅه كوي چې مونږ د هند په ضد مېچ كښې كاميابي ترلاسه كړو۔ مکی آرتھر ووئيل د انګلېنډ لوبډله د نړۍ غوره لوبډله ده او نړيوال كپ څخه وړاندې د انګلېنډ په ضد سيريز كولو څخه به ډېره مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل د كوچ په حېث دا زما آخري نړيوال كپ دے يا نه دې په دې اړه پي سي بي وئي??ې شي۔ مکی آرتھر ووئيل كه محمد عامر د انګلېنډ په ضد سيريز كښې د غور كاركردګۍ څرګندونه وكړه نو هغه نړيوال كپ كښې شاملېدې شي۔