اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ او د غربت كمې لپاره د انفارمېشن ټېك??ال??جۍ په مېدان كښې تحقيق ضرورې دے٬حكومت د آئي ټي څا??ګې صلاحيت او اهميت څخه ??بر دے او دا يې قامي ترجيح ګرځولې ۔ده دا خبره د آئي ټي او ټېلي كام لپاره د وزيراعظم د ټاسك فورس لخوا د جمعې پھ ورځ ايوان صدر كښې وركړی بريفنګ په مهال كړی۔د انفارمېشن٬ټېك??ال??جي او ټېلي كام وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي هم پھ دې موقع موجود ؤ ۔اولس مشر ووئيل څلورم صنعتي انقلاب زمونږ د ژوند طرز بدلوي۔ده په دې خبره زور راوړو چې نوې ټېك??ال??جيز سره به مثبت بدلونونه رامخې ته كېږي٬د نوې ټېك??ال??جيز تقاضې پوره كولو لپاره نوې تصورات او نوې اقدامات ضرورت دې۔اولس مشر پھ دې خبره هم زور راوړو چې د ټاسك فورس بنيادي مقصد موجوده آئي ټي او د ټېلي كام ډهانچې جاج او په هغې كښې ښه وړاندېزونه وركولو سره په غربت كښې كمې او كاروبار ته پراختيا وركول دي