اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر ع??رف علوي وئيلي دي پاکستان او چین عمر له په تذويراتي مرستې آډانه شراكت دار پاتي وو٬ چين سره دوستي ?? پاكستان د خارجه پاليسۍ لازمي برخه ده۔ اولس مشر دا خبرې د چين پيپلز پوليټيكل كنسلټيټيو كفنرنس وائس چيئرمېن ګاٶ ژن لونګ سره كړې۔ په دې موقع سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر شبلي فراز او پاكستان كښې د چين سفير ژاٶ جن هم م??جود وٶ۔ اولس مشر ووئيل پاكستان سي پېك ته ډېر اهميت وركوي او د دغې د زر بشپړولو عزم لري ده ووئيل د سي پېك په دوېم پړاٶ كښې به مونږ خپل پام سماجي او اقتصادي پرمختګ٬ زر??ي مرستې ٬صنعتي ?? كار استعداد ٬ كاروبار ٬ تجارت ٬ سائنس او ټېكنالوجۍ او د موسمياتي ??دلون غوندې څانګو ته وګرځوٶ۔ اولس مشر د دې ??ميد څرګندونه وكړه چې د يو څو خاص اقتصادي زونز پرانسته به سږ كال كولې شي۔ اولس مشر ووئيل د مشرانو په كچه دوه اړخيزه تګ راتګ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د روايتي ??و قوي اړيكو علامتونه دي۔ ده ووئيل د وزیراعظم عمران خان تېركال د چين دوره ډېره كاميابه وه چې ورسره زمونږ قوي او د ورورولۍ اړيكو او تفاهم وده موندې ۔ ده ووئيل د چين لخوا په لويو تجارتي ??يانونو د قابو موندلو خوښي خوشبينه پېشرفت دے ٬ د نورو چينائي سرمايه كارو او سوداګرو د پلاويو د پاكستان دورې به ډاډګيرنه كولې شي دغسې چې د چين ماركيټ لپاره د پاكستانو مصنوعاتو جاج واخستلې شي۔ اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه په اولسي كچه د رابطو لا زياتوالي لپاره هڅې كول پكار دي ځكه چې د بېلا بېلو ادارو٬ اكېډېمو او تهنك ټېكنس ترمېنځه روابط زياتولو لپاره به شريك باور او تفاهم ته وده وركول وي۔ اولس مشر زياته كړه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سېلګرۍ په اړه د مرستې زياتولو صلاحيت موجود دے او په دې لړ كښې نوې لارې لټولو ته اړتيا ده