اسلام آباد 12 دسمبر (اے پی پی) د آل پارټيز حريت ??نف??نس تر سيوري لاندې سېمينار كښې د سېنېټ د كورنيو چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور رحمان ملك د هندي رياستي ??لمونو په ضد قرارداد منظور كړی دې۔د شورو په ورځ د آل پارټيز حريت ??نف??نس تر سيوري لاندې په سېمينار كښې سناتور رحمان ملك د هندي رياستي ??لمونو په ضد قرارداد وړاندې كړو۔قرارداد كښې وئېلي شوي دا فورم د بې ګناه كشميريانو په ضد د هند د رياستي ??رهه ګرۍ او د ظلم او ستم په سختو ټكو غندنه كوي۔دا فورم د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر څخه د هند د رياستي ??رهه ګرۍ په ضد د قانوني كاروائۍ خواست كوي۔قرارداد كښې وئېلي شوي دا فورم ملګرو ملتونو ته خواست كوي چې د امنيتي كونسل د قراردادونو تر عملي كېدو په هند بندېزونه ولګوي٬د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او د بشري حقونو صدر دې د كشمير په اړه د بشري حقونو كميسون جوړ كړي كوم چې د هند د ظلمونو مشاهده وكړي۔د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل دې په كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو څخه د سرغړونو نوټس واخلي۔په قرارداد كښې وئېلي شوي ملګري ملتونه دې په هندي حكومت په كشمير كښې د بشري حقونو تنظيمونو ته په رس??ه وركولو زور راوړي