اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قریشی سره د اروپائي پارلمان د سوئيلي اسياﺀ سره د اړيكو په اړه پلاوي ليدلې دي۔ د پلاوي مشري چیئرپرسن جین لیمپرټ كوله۔ په دې موقع خا??جه ??زير د پاکستان او اروپاسئي ائتلاف اړيكو او پارلمانی تبادلو كښې په مثبته ??مو د اطمینان څرګڼدونه وكړه۔ ده د تجارت او اقتصادی مرستې او پھ خا?? توګه جی اېس پی پلس سکیم څخه د استفادې کولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل كلتوري او تعلیمی پلاويو تبادلو او په اولسي كچه رابطو د لارې شريكو رابطو زياتولو ته اړټيا ده۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې په نړيوالو او سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خا??جه ??زير پلاوې سيمه ايز امن او سوكالۍ ته د ودې وركولو لپاره د پاکستان د هلو ځلو په اړه خبر كړو۔ ده په مقبوضه کشمیر كښې د هندي قابضو عسكرو د اړخه د بشري حقونو سختو خلاف ورزیو اوسنې صورتحال هم رامخې ته ??ړو او پھ اروپائي پارلمان ئې زور راوړو چې د جموں او کشمیر په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشن په راپور اولسي مؤقف اختیار کړې شي۔ د اروپائي ائتلاف پلاوي د پاکستان د اړخه سیاسی او اقتصادی څانګو او په خا?? توګه جمهوریت، د ترهه ګرۍ مخنيوي او بشري حقونو په اړه د پیشرفت اعتراف وكړو او د پاکستان حکومت سره سباؤن كښې د مرستې روانې ساتلو باور ئې وركړو