قاهرہ ۔ 21 جولائی (اے پی پی) د مصر تر ټ??لو لويې ديني مدرسې جامعه الازهر الشريف په ا??رائيلي پارلمان كښې د منظور شوي یهودی قومیت او یهودی حق خود اردایت سره اړوند متنازع قانون په سختو ټكو كښې غندنه كړې۔ د العربيه ټي وي ترمخه د جامعه الازهر الشريف وېنا ده چې د يهودي قوميت اسرائيلي قانون د نسل پرستۍ او دښمنۍ ښكاره ثبوت دے۔ د جامعه الازهر لخوا وئيلي شوي چې د اسرائيلي رياست لخوا فلسطين كښې د يهودي ودانيو وده ٬ د اعلان بالفور څخه وروستو د فلسطيني وګړو حقونه غضب ك??لو له پورته كړې شوي ګامونه او د امريكا انتظاميې لخوا القدس د اسرائيل پلازمينه منلو په ډول ګامونه غلط او د قبل??لو نه دي۔