اسلام آباد 21 جون (اے پی پی) د خارجه دفتر وي??ند د ترهه ګر تنظیم تحریك طالبان لارښود ملا فضل اللہ د مرګ تصدیق کولو سره وئيلي دي پاکستان به د ټی ټی پی ترهه ګرو تعاقب روان ساتي، پاکستان كوټلې امن له د افغانستان د ټولو اقداماتو حمایت کوي، سيمه كښې امن لپار به هند له د ناوړه ذهنیت څخه وتلل وي او خبرو اترو ته به كېښناستل وي، ګلګت بلتستان د جمو او کشمیر برخه ده ك??مه چې متنازعه سيمه ده۔د خارجه دفتر وي??ند ډاکټر محمد فیصل د زيارت پھ ورځ اوونيز پریس بریفنګ په مهال د خبريالانو د بيلو پوښتنو ځوابونه وركولو سره ووئيل د ټی ټی پی لارښود ملا فضل اللہ مرګ لويه کامیابی ده ٬ دغسې پاکستان به د ټی ټی پی د نورو ترهه ګرو هم تعاقب روان ساتي۔وي??ند ووئيل د ټی ټی پی د لاسه پاکستان كښې د بیګناہ وګړو وينه بهېدلې۔ وي??ند ووئيل پاکستان په افغانستان كښې امن له د افغان حکومت د ټولو اقداماتو حمایت کوي او د اختر په موقع د طالبانو او افغان حکومت ترمينځه جنګ بندی په دې لړ كښې يو مهم پیشرفت دے۔ ده ووئېل پاکستان به امن لپاره د افغانستان د ټولو هڅو مرسته روانه ساتي۔ ترهه ګري او شدت خوښې شريكه مسئله ده او دواړه هېوادونه د نزدې مرستې د لارې په دې قابو موندلې شي۔ وي??ند ووئيل پاکستان د ټولو ترهه ګرو په ضدد فرق نه غير کارروائی کوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل امریکا كښې د پاکستان قونصل جنرل په 23 مئی د عافیه صدیقی سره ملاقات کړې ؤ چرته چې هغې د امريكائي چارواكو د ناروا سلوک ګيله كړې وه۔ وي??ند ووئيل پاکستان دا معامله د امريكې د اړوندو چارواكو سره پورته كړې۔ ده ووئېل ډاکټر عافیه صدیقی د خپلې مور په نامه يو خط هم قونصل جنرل له وركړې ؤ۔ د کشمیر په اړه وي??ند ووئيل مقبوضه کشمیر كښې بې نامه ’’ګورنر راج‘‘ يو سازش دے كوم چې هند کشمیریانو ته د زيان رسولو لپاره كوي۔ دې ډول اقداماتو سره به د هند ظلمونه نور هم زيات شي۔ وي??ند پھ هند زور را??ړو چې هغوي د كشمير نوموړې خبريال شجاعت بخاری د قتل آزاد، منصفانه او پاكې پلټنې وكړي او د هغه قتل کښې ككړ كسان انصاف سره مخ كړي ۔ وي??ند ووئيل سيمه كښې امن او استحکام لپاره به هند له د ناوړه ذهنیت څخه وتلل وي او خبرو اترو ته به كېښناستل وي۔د ګلګت بلتستان په اړھ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ګلګت بلتستان د جمو او کشمیر برخه ده ك??مه چې شخړيزه سيمه ده۔ د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې دا شخړه آزاد، منصفانه او غیر جانبدارانه استصواب رائے د لارې حل کیدې شي۔ وي??ند ووئيل د اختر په مهال دبئی كښې د پاکستان قونصلیټ جنرل د 350 پاکستانو بنديوانو له د فلائټ ټکټونه ، مالی او قانونی مرسته وركړې۔ د یو اے ای حکومت د اختر پھ موقع د عامې بخښنې ترمخه تقریباً 200 بنديوانو پشمول 442 پاکستانیان راخوشې كړې دي۔