اټك 06 مئي (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ افتاب احمد و??يلي دي چې كه په هېواد كښې د پرمختګ باب پرانستې ساتل دي نو بايد اولس د كال 2018م په ټولټاكنو كښې راتلونكو پنځو كلونو لپاره مسلم ليګ كامياب كړي٬ د چوهدري نثار خبري ك??فر??س ټولې افواګانې له مېنځه وړې دي٬ د رايو اختلاف فطري عمل دے۔ ده دا خبرې په اټك كښې په خپله استوګنه اے پي پي س??ه په خاص خبرو كښې وكړې۔ ده وو??يل چې اولس ته د ټولو ګوندونو تېر وخت معلوم دے٬ د اتومي چاودنو نه واخله تر سي پېك د ټولو په شا به د ميا محمد نواز شريف تصوير په نظر راځي۔ ده وو??يل چې پرېكړې د الله په لاس كښې دي۔ په سباؤن كښې د ن ليګ نه علاوه كوم بل ګوند د اولس ستونزې نه شي حل كولې او نه بل څوك هېواد پرمختګ په لار روانولې شي۔ ده وو??يل چې ډېر زر به د اېن اے 55 په يوه يوه پروژه خبرې كولو سره مېډيا خبره كړم۔ زما كاكردګې زما ووټران نه دي مايوسه كړي۔ د باراني پوهنتون په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل چې پوهنتون د دې ځائ څخه نه منتقل كېږي۔ د يو ارب روپې څخه په دې كار روان دے۔ ده وو??يل چې د اټك كوڅه كوڅه لار لار وائي چې شېخ افتاب د اولس ستونزې په نظر كښې ساتلو س??ه په برېښنا٬ ګاز او سړكونو اربونه روپې لګولې دي۔