اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان هنګري سره خپلو اړيكو او ګڼ اړخيزه مرستې ته خاص اهميت وركوي، د دواړو هېوادونو ترمېنځه د توان، متبادل توان ، انفارمېشن ټېكنالوجې، خوراك او د سېلګرې په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو پراخه موقعې موجود دي. خارجه وزير شاه محمود قريشي دا خبرې د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې د پاكستان او هنګري ترمېنځه د تجارتي او اقتص??دي ونډو د پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د پرانستې دستوره په خارجه وزارت كښې وشوه. خارجه وزير شاه محمود قريشي او د هنګري خارجه وزير پېټر سجارتو ﴿د وېډيو لنك د لارې﴾ د هنګري پاكستان د تجارتي او اقتص??دي ونډو او د هنګري پاكستان بزنس فورم په وړومبې غونډه كښې ګډون وكړو. خارجه وزير شاه محمود قريشي دستورې ته په خپله وېنا كښې وو??يل چې پاكستان هنګري سره خپلو اړيكو او ګڼ اړخيزه مرستې ته خاص اهميت وركوي. ده ??وئيل چې د دې ونډو پرانستې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي او اقتص??دي مرسته وده ??كړي. ده ??وئيل چې مونږ په دې خوشحاله يو چې هنګري د پاكستان زده ??وونكو ته تعليمي وظيفې وركوي او په دې د هنګري د مشرتابه مننه كوو. ده ??وئيل چې مونږ د پاكستان او هنګري د شريك اقتص??دي كميشن د دوهمې غونډې كوربتوب كولو ته تيار يو. ده ??وئيل چې د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې مونږ خپل جفرافيائي سياسي ترجيحات په جعرافيائ?? معاشي ترجيحاتو كښې بدلوو او په كاروبار كښې د اسانيې نړيوالې درجه بندې له مخې د پاكستان په رېنكنګ كښې 28 درجې بهتري راغلې كومه چې زمونږ د مثبت اقتص??دي پالېسو نتيجه ده. شاه محمود قريشي وو??يل چې د هنګري او پاكستان ترمېنځه د توان، متبادل توان ، انفارمېشن ټېكنالوجې، خوراك او د سېلګرې په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو پراخه موقعې موجود دي. د هنګري خارجه وزير په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې ودې په اړه د خارجه وزير قريشي په هڅو مننه وكړه. خارجه وزير شاه محمود قريشي د هنګري خارجه وزير ته د پاكستان د دورې كولو بلنه وركړه كومه چې ده ??بوله كړه. د هنګري خارجه وزير وو??يل چې هغه به لوي لوي كاروباري پلاوي سره يو ځائ ډېر زر د پاكستان دوره وكړي.