اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) د نشه اي توكو د مخ نيوي وف??قي وزير برېګېډيئر ﴿ر﴾ اعجاز احمد شاه وئيلي دي ځوان نسل د نشه اي توكو د زيان نه خبرول ضروري دي، راتلونكو نسلونو لپاره د نشه اي توكو څخه د پاكې او محفوظه ټولنې تشكيل به باوري كول وي.ده دا خبرې د نهې په ورځ په پېنډې كښې د انټي ناركوټكس فورس د ريجنل ډائرېكټورېټ د ??ور?? كولو په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. وف??قي وزير ووئيل په نشه د اخته كسانو بح??لې لپاره اسانۍ دې نورې هم ښې كړې شي. ده ووئيل داسې كسانو ته دې وظيفه اي تربيه هم وركړې شي. وف??قي وزير ووئيل د داسې كسانو بح??لې لپاره به حكومت هر ډول ممكنه مرسته كوي. په دې موقع وف??قي وزير د اے اېن اېف د كاركردګۍ ستائنه وكړه او وې وئيل د نشه اي توكيو تر مكمل خاتمې به هڅې روانې ساتلې شي