اسلام آباد 28 جنوري(اے پي پي) وفاقي حکومت د سېنېټ الېکشن د اوپن بېلټنګ د لارې ك??لو ‘ د دوه ځائيز شهريت لرون??و پاكستانيانو ته د الېكشن اجازت ورك??لو په اړه د 1973 په آئين كښې د درېو بدلونونو لپاره آئيني پېكېج را??لونكې اوونۍ پارلمان ته د وړاندې ك??لو اعلان كړے ٬ دې آئيني بدلونونو سره به د سېنېټ الېكشن كښې د هارس ټرېډنګ او د ووټ د سېل او پرچيز لاره عمر لپاره بنده شي٬ په وړومبي ځل د عمران خان حکومت او د پي ټي آئي لخوا د پاكستان ټوله اشرافيه كومه چې د پارلمان دننه دي دوي لپاره دا ټېسټ كېس وړاندې كوي٬ په ماضي كښې به د سېنېټ په ټاكنو كښې ضميرونه خرڅېدل او ووټ به اخستې كېدو٬ د ميثاق جمهوريت په آرټيکل 23 كښې د سېنېټ الېکشن د اوپن بېلټ ك??لو مطالبه شته٬ د سينېټ اليکشن لپاره ووټونه اخستو لپاره د كوچنيو صوبو نه پس پنجاب لپاره هم رېټس مقرر شوے٬ د سېنېټ په الېکشن كښې د اكثريت تر لاسه ك??لو نه پس به نور آئيني بدلونونه هم كولې شي۔ د زيارت په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنيټر شبلي فراز او د پارلماني چارو د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر بابر اعوان پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته ووئيل په يو څو اوونيو كښې د سېنېټ ټاكنې كېدونكې دي٬ دا ھغه اداره ده كومه چې د فېډرېشن پېژندګلو ده٬ كومې ته چې د ټ??لو صوبو څخه غړي د براربرۍ په بنياد راځي۔ ده ووئيل په پارلماني جمهوريت كښې سېنېټ اهميت لري۔ ده ووئيل د سېنېټ الېكشن عمرله متنازعه ٶ”هارس ټرېډنګ د ووټ اخستل خرڅېدل به كېدل٬ د پېسو ??ه طاقت چې څوك منتخب كېدو سره را??ي د ھغوي اخلاقي مرسته نه كېږي ٬ وفاقي وزير سېنيټر شبلي فراز ووئيل زمونږ ګوند تل د دې خبرې قائل ؤ چې انتخابات منصافانه او په سپېځلې ډول پكار دي ٬ دې خبرې لپاره چې كوم قيمت ادا كول وي هغه به ادا كوٶ ۔ ده ووئيل دا به هم تاسو ته ياد وي چې په تېر الېكشن كښې مونږ په خېبر پښتونخوا كښيې 20 اېم پي ايز د ګوند نه ويستلي وو٬ په ھغوي شك ٶ چې خپل ووټ ئې سم نه دے استعمال كړے٬ څه مشکوک ټرانزيکشنز شوي وو كوم چې د قبلېدو وړ نه وو۔ده ووئېل زمونږ د ګوند دا مثال په ماضي يا په حال كښې نه موندلے كېږي