اسلام آباد۔26جنوری(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي وزیراعظم عمران خان د هېواد د ټولو سيمو يو برابر پرمختګ له ګامونه پورته ك??ي۔ وزیراعلیٰ سېکرټرېټ ګلګت كښې د صوبائي كابينې غړو ته خطاب كښې صدر ګلګت بلتستان كښې جوړ شوي نوي حكومت ته مباركي وركولو ??ره د سيمې پرمختګ له د فعاله كردار تر??ره كولو په حاجت زور راوړو۔ صدر ووئيل ګلګت بلتستان يوه ډېره ښكلې سيمه ده۔ دلته دې د سېلګرۍ په شمول بېلو څانګو كښې سرمايه كارۍ كولو له ګامونه پورته كړې شي۔ هغه ووئيل وز??را??ظم عمران خان د ګلګت ائيرپورټ پراخه ك??لو په حقله په يوه منصوبه غور كوي د كوم ډرافټ به چې د ګلګت بلتستان حكومت ??ره شيئر كولے شي۔ هغه ووئيل وفاقي حكومت د بې وزلو د كفالت پروګرام پېل كړے او راروانې مياشتې نه به معذوره وګړو ته د مياشتې په سر دوه دوه زره روپۍ وركولې شي۔ صدر ووئيل ګلګت بلتستان كښې د پن برېښنا په شمول د شمسي توان پېدا كولو موقعې هم شته د كومو نه چې بايد استفاده وكړې شي۔ هغه ووئيل د کووېډ ۔19نه وړاندې ګلګت بلتستان ته د 20 لكه سېلګرو راتګ خوشبينه دے۔ صدر ووئيل په ګلګت بلتستان كښې د تعليم صورتحال د هېواد د نورو سيمو په مقابل كښې ښه دے۔ صدر ته په دې موقع وز??را??لی خالد خورشيد او د اړوندو څانګو سېكرټريز ګلګت بلتستان كښې د روغتيا ٬ سېلګرۍ او نورو څانګو په اره بريفنګ وركړو۔ دې نه وړاندې صدر په چنار باغ كښې د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر وغوړولو او فاتحه ئې ولوسته۔ صدر ته د پوليس يوې چټك ډلې سلامي وركړه او صدر ته وز??را??لې د بلتستان روايتي چغه او ټوپۍ هم ډالۍ كړه