اسلام آباد 06 جنوری (اے پی پی) د قامي اسم??لۍ سپیكر اسد قیصر وئيلي دي په سختو حالاتو كښې مقابله كولو لپاره د پارلمان كردار مهم دے، وخت ??اغ??ے چې مونږ اولس سره په شوو لوظونو عملدرآمد كولو له ټول وسائل پكار راولو، د قامي اسم??لۍ غونډې رابللو له اپوزیشن ګوندونو سره به د مشاورت عمل مخ په وړاندې بوتللے شي۔ده د شورو په ورځ سپیكر هائوس كښې د حكومتې لارښودو د غونډې مشري كوله۔ په غونډه كښې وفاقی وزيرانو پرویز خټك، شاه محمود قریشی، اسد عمر او شفقت محمود پشمول د حكمران ګوند په قامی اسم??لۍ كښې چیف وهپ ملك عامر ډوګر ، وزير مملكت علی محمد خان او د وزیراعظم د پارلماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان هم ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د پارلمانی چارو پشمول د هېواد په سیاسی، معاشي او د كورونا په وضعه د چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په غونډه كښې د قامي اسم??لۍ غونډې رابللو او د اپوزیشن ګوندونو پارلماني لارښودو سره په مشاورت هم غور وشو۔په دې موقع د قامي اسم??لۍ سپیكر ووئيل اوس وخت ??اغ??ے چې اولس سره په شوو لوظونو عملدرآمد كولو له ټول ممكن وسائل وكاروو ځكه چې د سختو حالاتو مقابله كولو له د پارلمان كردار مهم دے۔ده ووئيل د كورونا دويمې چپې په مهال پارلمان ښه كردار ترسره كړے ۔ وفاقی وزيران دې د وزیراعظم عمران خان سره ملاقات وكړي او دغې نه پس به د قامی اسم??لۍ غونډې رابللو په اړه حتمی پريكړه كولې شي۔