اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د موبائل ډيوائس مېنو فېكچرنګ پالېسې د نفاذ په اړه غونډه وشوه. د جمعې په ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د صنعت او پېداوار وزير حماد اظهر، د تجارت سلاكار عبدالرزاق داٶد، د خزانې سلاكار ??اكټر عبدالحفيظ شېخ ، د اداره جاتي اصلاحاتو سلاكار ??اكټر عشرت حسېن، خاص مرستيال ډاكټر وقار مسعود، د بي او آئي چيئرمېن عاطف بخاري ، د اېف ??ي آر چيئرمېن جاوېد غني، د پي ټي اے چيئرمېن مېجر رېټائر عامر عظيم باجوه او نورو اعلٰي چارواكو ګډون وكړو. په غونډه كښې د صنعتي پېداوار وزارت لخوا د موبائل ډيوائس مېنو فېكچرنګ پالېسې د نفاذ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو. غونډې ته ووئيل شول چې د موبائل فون په اړه پاكستان يو لوي ماركيټ دے، په هېواد كښې هر كم زيات څلور كروړه موبائل فون اخستل كېږي. غونډې ته ووئيل شول چې د ډي آئي آر بي اېس نظام د اطلاق نه پس په هېواد كښې د موبائل فون سمګلنګ خاتمه شوې او د دې په نتيجه كښې رېونيو د 22 اربه روپو نه زياتېدو سره 54 اربه روپو ته رسېدلې. غونډې ته ووئيل شول چې د دې نظام د اطلاق نه پس او يو شمېر نړيوالې ??مپ??ې په پاكستان كښې په ځائي كچه مېنوفېكچرنګ لپاره خوښي څرګندوي. په دې موقع وزيراعظم ووئيل چې زمونږ مقصد په هېواد كښې صنعتي پېداوار زياتول دي. وزيراعظم هدايت وكړو چې د بهرنې سرمايه ??ار?? او صنعت??ار?? په لار كښې پراته خنډونه دې لرې كړے شي او هر ډول ممكنه اسانيې دې باوري كړې شي. وزيراعظم ووئيل چې د صنعت??ار?? په څانګه كښې د پرمختګ په نتيجه كښې به د هېواد امدن زيات شي او خلق به د روزګار غوره موقعې ولري.