نیامے۔28 نومبر(اے پی پی) او آئي سي د كشمير مسئلې ملاتړ له د خپل لوظ پخلي كولو سره د 5 اګست 2019 نه وروستو د هند غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات مسترد كړي دي۔ او آئی سی د آر اېس اېس-بی جے پی حکومت لخوا روانې پالېسۍ هم مسترد كړې او په هند ئې زور راوړ?? چې هغه دې د متنازعه سيمې موجود آبادياتي ډھانچې بدلولو په اړه د كوم هم ګام پورته كولو نه ډډه وك??ي۔ ملګرو ملتونو اسلامو فوبيا جرم وګرځولو۔ د خارجه دفتر وياند له ??خې د نائيجر پلازمينه نيامے كښی د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل 47 مې غونډې په پايه مشتركه اعلاميه جاري كړې شوه۔ 57 غړو هېوادونو په سختو ټوكو مشتمل اعلاميه كښې د 5 اګست 2019 نه وروستو د هند غېر قانوني او يو اړخيزه ګامونه مسترد كړل۔ او په كشميري اولس د هند لخوا د روان ظلم او زياتي او د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو ئې په سختو ټكو كښې غندنه وك??ه۔ اعلاميه كښې په هند زور راوړلے ش?? چې هغه دې د بشري حقونو حوالې سره د نړيوالو ذمه وارو خيال وساتي۔ په نړيوال ورور??لۍ زور راوړلے ش?? چې هغه دې هند قابض طاقت سره د خپلو رابطو يو وارې بيا جاج واخلي۔ اعلاميه كښې په دې خبره زور راوړے ش?? چې د كشمير مسئله اسلامي نړۍ له ډېره مهمه ده۔ د اعلاميې له ??خې دا ومنلې شوه چې مقبوضه كشمير د پاكستان او هند ترمينځه بنيادي تنازعه ده او د سوئيلي آسيا امن لپاره ددې بحالي ضروري ده۔ د دې خبرې پرېكړه وك??ې شوه چې د كشمير په شخړه لا غور كولو له به د او آئي سي د خارجه وزيرانو 48 مه غونډه اسلام آباد كښې كېږي