سکھر۔26 اکتوبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت د كرپشن ختمولو پرېكړه كړې او هېواد د پرمختګ په لار روان شوے۔ د هېواد معيشت پياوړتيا له ??ار كولے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه صدر د ګل په ورځ سكھر سركټ هاؤس كښې د پاكستان تحريك انصاف سكهر او لاړكانه ډويژن لارښودو پلاوي سره د ملا??ات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع د سندھ ګورنر عمران اسماعيل او د ګوند د قامي اسمبلۍ او صوبائي اسمبلۍ غړي هم موجود وو۔ پلاوي سره خبرو كښې صدر ووئيل د كركيلې څانګې ته وده وركولو ته پاكستان تحريك انصاف پام لرنه كوي او د كركيلې څانګې مستحكمولو په لړ كښې حكومت د كروندګرو خوشحالولو له ??ول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ هغه ووئيل حكومت د هېواد 14.9 ملین وګړو ته د ??حس??س پروګراوم د لارې سړي سر 12 زره روپۍ وركوي۔ په دې موقع صدر مملكت عارف علوي د كورونا وائرس مخنيوي په لړ كښې د حكومتي هڅو ستائنه كولو سره ووئيل د دې وبا خپرېدو په اولنو ورځو كښې ډېره زياته يره خپره شوې وه۔ اندېښنه وه چې په لوئې شمېر خلق به مړه شي۔ ولې حكومت په دې يره قابو وموندلو او داسې كاميابه تګلاره ئې خپله ??ړه چې اعتراف ئې د جاپان او فلپائن حكومتونو هم وكړو۔صدر ووئيل د كورونا وباﺀ مخنيوي له د غوره سترايژۍ خپلولو په لړ كښې د وزيراعظم عمران خان ٬ اېن سي او سي ٬ ډاكټرانو او پېرا مېډيكل عملې كردار مثالي پاتې شو۔ په دې موقع د پاكستان تحريك انصاف لارښودو صدر د خپلو حلقو مس??لو نه خبر كړو۔ په دې لړ كښې صدر د سندھ ګورنر ته سپارښتنه وكړه چې هغه داسې تګلاره خپله ??ړي چې ورسره دا مسئلې حل شي۔ په دې لړ كښې دې صوبائي حكومت سره رابطه وكړې شي دغسې چې په ترجيحي بنيادونو د اولس مسئلې حل