اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) سياسي چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال شهباز ګل تنقيد كړے چې د مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ پشم??ل د مخالفې ډلې ګوندونه يوازې د نواز شريف د احتساب په معامله كښې ريليف ترلاسه كولو لپاره رياستي ادارې او حكومت د بلېك مېل كولو هڅې كوي خو په سندھ كښې ئې سپين دروغ بې نقابه شوې ۔ د جمعې په ورځ نجي ټي وي سره په خ??رو كښې ده د مخالفې ډلې په مركزي اېجنډا په رياستي ا??ار?? فشار اچولے خو حكومت په بشپړه توګه ا??ار?? سره ولاړ دے او د ا??ار?? عزت ته د زيان رسولو د مخالفې ډلې يوه هڅه به هم برداشت نه كړ?? شي۔ ده ووئيل رياستي ادارې او حكومت د بلېك مېل كولو هڅه كوٶنكي به مايوسۍ سره مخ كېږي۔ ده ووئيل عارضي عظيم الشان اتحاد د وسله والو ځواكون?? او عدليه په ضد خبرې كوي او د دوي مقصد په هېواد كښې اړے ګړے خپرول غواړي۔ شهباز ګل ووئيل د مخالفې ډلې اتحاد هېڅ سباٶن نه لري۔ ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) لارښوده مريم نواز د سندھ حکومت د وفاقي حكومت په ضد بې بنسټه كمپائن چلوي ۔ ده ووئيل كرپټ مخالفې ډلې په تېرو 30 كالو كښې اولس لپاره په څه كولو كښې پاتې راغلې ا?? اوس ھغوي خپل غم بدلول?? او د خپل كرپټ مشرانو حفاظت لپاره راجمع شوي دي