اسلام آباد۔14اکتوبر (اے پ?? پی) د وزيراعظم د قامي سلامتيا په اړه خاص مرستيال ډاكټر معيد يوسف وئيلي دي پاكستان نه غواړي چې كومه سيمه ايزه شخړه كښې پرېوزي۔ هغه د یو خصوصي خبري چېنل سره په خبرو کښې ووئیل پاکستان یو زيرك او مسؤلیت لرونکے هېواد دے او تل یې د هند پر و??اندې د صبر او زغم څرګندونه كړې خو که جنګ مسلط شو ، نو ??اکستان به هېڅ ډول یرغل ونه زغمي. هغ?? ووئیل هند د ترهګرۍ لوئي ملاتړ كوؤنكے هېواد دے او مونږ ټوله نړۍ د دې حقیقت نه خبر کړې. هند د خپلو پالېسيو د لاسه خپل ځان د تباهۍ په لاره روان كړے. ډاكټر معيد يوسف ووئيل نړۍ زمونږ په بيانيه اوس ځان پوهه كوي او د حقيقت نه د خبرېدو دا لړۍ به دوام ولري. هغ?? ووئيل تر كومې چې هند د تېر كال 5 اګست اقدامات بېرته اغستې نه وي د مقبوضه کشمیر صورتحال به د هند په لاسو كښې نه وي۔ هغ?? ووئيل مونږ خپله نظريه په ښكاره توګه وړاندې كړې چې پاکستان سیمه کښې امن لپاره كلك ولاړ دے. د ??ند اوسنے حکومت د هندوتوا نظريه عملي كوي۔ ، کومه چې د خپلو پولو نه اخوا د خپل كنټرول پراخه كولو هڅه ده ۔د?? ووئېل د ټولې سیمې پشمول چین ، افغانستان او نیپال د هند د دغه ناوړه ارادو درك لګولے او هغوي د هندي اهدافو په ضد ګامونه هم اغستې دي