اسلام آباد ۔ 23 اګست (اے پی پی) د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور وئيلي دي پارلمېنټ سپريم اداره ده۔ د وزاع??م د قانون د حكمرانۍ خبره كوي۔ نېب غوره كار كوي۔ د ادارو كاركردګي ښه كولو ل?? اصلاحاتو ته اړتيا ده۔ جهانګير ترين ته د اېن آر او وركولو كښې هېڅ حقيقت نشته۔ داتوار په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل د عمران خان په مشرتابه ټول متفق دي۔ مونږ چې كومې كاميابۍ ترلاسه كړې دي مېوې به ئې اولس ته ورسي۔ ده ووئيل نواز شريف ته د بهر تلو اجازه عدالت وركړې ده هغه بايد هېواد ته راشي۔ ده ووئيل تر كومې چې عمثان بزدار ته د وزيراعظم ملاتړ ترلاسه دے هغه به اعل?? وزير پاتے وي۔ ده ووئيل د عليم خان په ضد انكوائري وشوه په كليئر كېدو هغه بيا وزير جوړ شو۔ ده ووئيل وزیرا ع??م د چينيو په سكېنډل د شوګر مافيا په ضد د پل??نيو حكم وكړو۔ ده ووئيل د كورونا ختمولو ل?? د اېن ډي اېم اے په شمول د ټولو ادارو هڅې د ستائنې وړ دي