اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم ?? ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد سره د هغه په دفتر كښې ليدلي دي . د ملاقات په مهال د كامياب جوان پروګرام او د پاكستان پوسټ ترمېنځه ځوانانو ته د كاروباري قرض وركولو په چارو تفصيلي خبرې وشوې. په دې موقع د وزيراعظم ??اص مرستيال عثمان ډار ووئيل د كامياب جوان پروګرام له مخې ځوانانو ته ډېجټل پوسټل فرنچائز پرانستلو لپاره په اسانو شرائطو قرض وركولے شو، وړوكې كاروبار پېل كولو لپاره به تر 10 لكه روپو قرض بغېر د كوم ضمانت ن?? وركولے شي. ده ووئيل د وزيراعظم ?? كامياب جوان پروګرام مقصد ځوانان باروزګاره او بااختياره كول دي. د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد ووئيل د زرګونو په شمېر ځوانان د ډېجيټل پوسټل فرنچائز په پرانستلو كښې خوښي لري او په دې لړ كښې درخواستونه هم ترلاسه شوي . خوښي لرونكو ځوانانو ته به د پاكستان پوسټ لخوا تربي?? وركولې شي. د وزيراعظم ?? كامياب جوان پروګرام لخوا فرانچائز پرانستلو لپاره مالي وسيلې وركول خوشيبنه خبره ده