اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د نېشنل کوآرډينېشن کمېټۍ د پرېكړو په رڼا كښې به د وفاق او صوبو ترمېنځه رابطې لا ښه كولې شي٬ دې مقصد لپاره كمانډ اېنډ كنټرول سنټر جوړ كړې شوې او صوبو ته وئيلي شوي چې ھغوي خپل خپل نمائندګان ونوموي، دا کمانډ اينډ کنټرول سنټر به د نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ په مشرۍ كښې جوړولې شي۔ شاه محمود قرېشي څوك چې د قامي رابطه كمېټۍ د لوړې كچې غونډه ك??ې شريك ٶ كومه چې تېره ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې شوې وه حواله وركولو سره خپل بيان كښې ووئيل په پرونۍ غونډه ك??ې مهمې پرېكړې شوې، وړومبۍ پرېكړه دا وه چې د وفاق او صوبو ترمېنځه رابطې لا ښې كړې شې، دې مقصد لپاره کمانډ اينډ کنټرول سنټر جوړ كړې شوې ۔ ده و??ئيل دا مهال د نړيوالې وباء مخنيوي لپاره ??مو??ږ هېلت وركرز مهم كردار لوبوي او د دوي تحفظ باوري كول ??مو??ږ وړومبۍ ترجيح ده ٬ دې لپاره پرونۍ غونډه ك??ې دا پرېكړه شوې چې د دغه وركرانو حفاظت لپاره به ټول ضروري ګامونه پورته كولې شي۔ د ټيسټنګ سهولت لا ښه كولو او د زياتولو هم پرېكړه شوې چې ورله مونږ د پي سي آر نوې مشينان اخلو چې ورسره به ??مو??ږ د ټېسټنګ استعداد دوه چنده زيات شي۔ده و??ئيل لاك ډاٶن د وخت اهم ضرورت دے چې څوك ترې هم سرعړونه نشي كولې خو مونږ له د لاك ډاٶن سره سره دا خبره هم باوري كول دي چې اولس ته د خوراك څښاك څيزونه په باقاعدګۍ سره ترلاسه و??۔ په غونډه ك??ې د جمعې لمونځ ادا كولو په چارو هم بحث شوې چې پكښې د صوبو نمائندګان هم موجود وٶ۔ د ټولو رائ معلومه ك??ې شوه او د الازهر پوهنتون لخوا جاري فتوٰې هم رامخې ته ك??ې شوې دغسې د مختلف مكتبه فكر د علماﺀ كرامو رائ هم معلومه ك??ې شوه او متفقه پرېكړه وشوه چې په جوماتونو كښې دې د جمعې اجتماعات محدود وي، د جمعې لمونځ محدود اجتماعاتو لپاره يوازې اعلاميه به كافي نه و?? مونږ له به اولس قائل كول وي۔ په غونډه ك??ې د سعودي لخوا د چيټۍ او په نورو چارو هم غور اوشو