اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) تجارت او ټېكسټائل لپاره د وزيراعظم سلاحكار عبدالرزاق داٶد وئيلي دي د چ??ن او پاکستان په خپلواكه تجارتي لوظنامې په دوېم پړاٶ كښې كاروباري ورورولۍ ته زيات اهميت وركولې شي ځكه چې په دې پړاٶ كښې كاروباري ورورولۍ ته زيات ت??فظ وركړې شوې ۔ عبدالرزاق داٶد دا خبرې د پاك چين تجارتي لوظنامې په اړه سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د چ??ن او پاکستان په آزاده تجارتي لوظنامه په دوېم پړاٶ كښې كاروباري ورورولۍ ته زيات ت??فظ وركړې شوې ۔ ده ووئيل چين 313 خېزونو لپاره د ټېرف حد صفر كړې ٬ د تجارتي لوظنامې په وړومبني پړاو كښې چې كوم څيزونه پاتې شوې ھغه په دوېم پړاٶ كښې سم كړې شوي۔ د سېمينار اهتمام د پاكستان ټريډ ډويلپمنټ اتھارټي (ټي ډي اے پي) كړې ٶ۔ په سېمينار كښې د پېنډۍ چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري، د اسلام آباد چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري، د وومن چيمبر آف کامرس، ?? اېګ??و فوډ، جيمز سټون جيولري، ماربل، کيميکل او نورو څانګو سره تړون لرونكو كمپنو استازو او سوداګرې ورورولۍ ګډون كول