اسلام آباد 06 جنوری (اے پی پی) قامي اسمبلۍ د نبي پاك(ص)په شان ??ښې د سپكاوي د موادو په ضد د غندنې قرارداد پھ اتفاق سره منظور كړې او وئېلي يې دي چې په داسې موادو يا د كتابونو په درآمد٬طباعات او خرڅول كېدو په سمدستي توګه بندېز ولګولې شي٬ په پاكستان ??ښې د نبي پاك(ص)په شان ??ښې د سپكاوي د موادو د موجودګۍ معامله د مذهبي چارو قائمه كمېټۍ ته وسپارلې شوه۔د ګل په ورځ د كورونو او ودانو وفاقي وزير طارق بشير چيمه په ايوان ??ښې قرارداد وړاندې كړو چې حضرت محمد(ص)د لوے څښتن آخري رسول دے٬زمونږ په خوږ نبي پاك(ص)٬زمونږ په خوږ آقا خاتم النبين٬امام المرسلين٬امام الانبيا٬رحمته اللعالمين٬نبي اكرم٬شفيع ??عظم٬ د حضرت محمد(ص)په ذات اقدس٬په ټولو انبياﺀ كرامو٬صحابه كرامو٬امهات المومنين او د اهل بيت٬رضوان الله اجمعين په حرمت زمونږ هر څه قربان دي۔دا ايوان ??ه پاكستان ??ښې د نړيوال ااو پرائيوېټ سېكټر لخوا د هر ډول سپكاوي موادو غندنه كوي۔ياد شوي مواد ډېر د سپكاوي دي د كوم په وجه چې د مسلمانانو جذبات سخت مجروح كېږي۔دا ايوان غوښتنه كوي چې په داسې موادو يا د كتابونو په درآمد٬طباعات او خرڅول كېدو په سمدستي توګه بندېز ولګولې شي۔دا ايوان دا غوښتنه هم كوي چې په دې لړ كښې دې پھ سمدستي توګه قانون سازي وكړې شي چې دغسې كوم هم ملكي او غېر ملكي ديني كتاب د اسلامي نظ??يا??ي كونسل د اجازت او سند نه پس د پاكستان ??ه ماركيټ كښې اشاعت٬طباعت٬تقسيم٬خرڅول كېدل او په كوم هم ذرائع ابلاغ آن لائن يا سوشل مېډيا اپ لوډ كړې شي۔دا ايوان غوښتنه كوي چې ياد شوې كتاب په سمدستي توګه د سركار په حق كښې ضبط كړې شي۔سپيكر د ايوان څخه د قرارداد منظوري ترلاسه كړه او په اتفاق سره منظور كړی شو۔سپيكر دا معامله د قامي اسمبلۍ د مذهبي چارو قائمه كمېټۍ ته نور تحقيق لپاره ولېږله