اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) د قانون وزارت د نيب بدلون آرډيننس ګزټ اعلاميه جاري كړې۔ د اعلاميې له مخې دې ته د قامي احتساب دوېم بدلون ارډينن?? 2019 نوم وركړې شوې ۔ وفاقي كابينې د نېب آرډينن?? 2019 د سركولېشن د لارې منظوري وركړې وه او د دې نه پس اولس مشر ډاكټر عارف علوي هم په آرډيننس لاسليك كړې٬ د قانون وزارت اوس د نېب بدلون آړډيننس ګرټ اعلاميه جاري كړې ده او د نېب بدلون آرډيننس اوس باضابطه توګه نافذ العمل دے ۔ د بدلون آرډيننس نفاذ نه پس به په محكمانه نقائصو د سركاري ملازمانو په ضد نېب كاروائي نه كوي او بدلون آرډيننس څخه به ټېكس او د سټاك اې??سچ??نج معاملو پحقله د نېب دائره اختيار ختم شي۔ د اعلاميې له مخئ به حكومتي منصوبو او سكيمونو كښې په بې ض??بط??و پبلك آفس هولډر په ضد هم كاروائي نه شي كولې خو كه يو پبلك آفس هولډر د بې ض??بط??ۍ په نتيجه كښې مالي ګټه پورته كړې وي نو نېب كاروائي كولې شي۔ د وفاق او صوبائي ټېكس او لېويز زېر التواء مقدمې به هم محكمو يا اړوندو عدالتونو ته منتقل شي۔ په آرډيننس كښې وئيلي شوې چې د سركاري ملازم جائيداد به د عدالتي حكم نامې نه غېر منجمد كېدې نشي او كه په درېو مياشتو كښې د نېب تحقيقات بشپړ ??ه شول نو نيولې شوې سركاري ملازم به د ضمانت حقدار وي خو ولې د سركاري ملازم په آثاثو كښې د بې ځايه اضافې او د اختياراتو د ناجائزه استعمال په ضد به كاروائي كولې شي۔ د دې نه علاوه به نېب د 50 كروړه څخه په زيات كرپشن او سكېنډل كاروائي كولې شي