اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم خزانې او محصولاتو لپاره خاص مرستيال عبد الحفيظ شېخ په مشرۍ كښې د انډي پنډنټ پاور پروډيوسز واجباتو ادائيګۍ٬ سكوك او سواپ بانډز جاري كولو په اړه غونډه ??شوه۔ په غونډه ??ښې د مركزي بانك ګورنر باقر رضا، د خزانې سېكتر نويد کامران بلوچ، خاص سېكتر عمر حميد خان، د فنانس ??وهم سېكتر اکبر شريف زادہ او نوموړو صنعت كارو م??ا محمد منشا او محمد شهزاد سليم ګډون وكړو۔ غونډه ??ښې د پاور سېكټر سركولر ډېټ كمولو او د آئي پي پيز واجباتو نه علاوه د سكوك او سواپ اجراء په اړه غور او په دې لړ كښې په بېلا بېلو تجويزونو او سفارشاتو خبرې اترې وشوې۔ پاور سېكټر كښې د قرضو په اړه به په ټولو تجويزونو د خزنې وزارت لخوا د توان وزارت سره شريك مشاورت او غور او سوچ كولې شي٬ شريك او متفقه تجويزونه به په دوه اوونيو كښې دننه كابينه اقتصادي رابطه كمېټۍ كښې وړاندې كولې شي