اسلام آباد ۔ 5 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي په نړيواله ورورولۍ زور راوړې دې چې هغه دې د مقبوضه كشمير او??س او دې سره سره اقليتونو سره د روانې رياستي ترهګرۍ نوټس واخلي۔ راديو پاكستان سره خپله مركه كښې ??ه ووئيل د مقبوضه كشمير په وضعه دې نړۍ د خاموش تماشائي كردار ترسره نه كړي۔ مقبوضه كشمير كښې ?? هند غېر قانوني خلاف ورزۍ په ضد زيات اشتعال ليدلې شي ا?? يو وارې چې كله كرفيو پورته كړې شي نو هندي چارواكي به د كشميريانو رد عمل وويني۔ اولس مشر د پاكستان د كرفيو او مواصلاتي بلېك آؤټ په سمدستي توګه د پورته كولو يو وارې بيا غوښتنه كولو سره ووئيل ميډيا ته د حقائقو څخه پرده پورته كولو له دې د وادۍ دورې كولو اجازه وركړې شي۔ ده كشميري ا??لس ته ووئيل چې هغوي دې د هندي قبضې عكسونه راولېږي٬ كشميريان دې خپل اميدونه نه ختموي دوئي به د لوئے څښتن په فضل په دې امتحان كښې كاميابي ترلاسه كري۔ ده ووئيل پاكستان ټول عمري كشميري ا??لس سره ولاړ پاتې شوې دې۔ پاكستان په ټولو نړيوالو فورمونو د كشمير مسئله پورته كړې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ??ه ووئيل عمران د ملګرو مل??ونو په عمومي اسمبلۍ كښې ?? كشمير مسئله په غوره ډول وړاندې كولو سره خپل ځان د كشميريانو يو ريښتونې سفير ثابت كرې او د هند انتها خوښې څېره ئې په ډاګه كړې۔ ده ووئيل د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان او د مل??ئيشيا وزيراعظم مهاتير محمد د مقبوضه كشمير په صورتحال اندېښنه ښكاره كړې۔ ده ووئيل مونږ د كشمير په دريځ د مل??تړ په كولو د چین ،ترکيه او مل??ئیشیا په شمول د نورو هېوادونو مننه كوو۔ اولس مشر ووئيل امريكائي ا??لس مشر ډونلډ ټرمپ څو وارې د درېمګړيتوب پېشكش كړې ولې هند دې ته تيار نه دې۔ ده ووئيل هند بايد پاكستان او كشميري ا??لس سره ددې مسئلې حل له كښېني۔ ده ووئيل د دھلي په كوڅو كښې ?? درې زره سكھانو وينه بيولې شوې ده او دا ډول پېغام د ګجرات مسلمانانو ته هم وركړې شوې دې او دغې نه وروستو مودي ته د بهر وېزې وركولې كېدې نه شوې۔ ده ووئيل دا ننې هند ګاندي يا سېكولر هند نه دې۔ ده ووئيل موجوده مشرتابه سره تېر يو كال كښې ?? پاكستان رتبه جګه شوې ۔ ده د كشمير اولس غږ پورته كولو او د هندي ظلمونو او زياتي په ډاګه كولو كښې ?? راديو پاكستان د كردار ستائنه وكړه